Banner

د کلیوال خټک ښکلی غزل

29.01.2011 08:53
ګوره نۀ ورسره توره اونۀ ډال شته
د رقیب پرضد ې بیا هم جنګ ته خیال شته
په دې مځکه ثاني نشته د سرتېري
په اسمان کې ېي په ستوریو کې مثال شته
سرچې لوړوي که په دې کې یوجلال وي
سر چې غوڅ شي نو په دې کښې یوجمال شته
دا د چا د سترګو تور ورباندې ښخ دي
چې په دواړواننګودې یو یو خال شته
د پښتو د غزل مځکه شاړه نۀ ده
په قلم کښې بلا زور د کليوال شته
چې کوم به د کوم غزل په پله وي 31.01.2011 19:44

حیراني ده چې بیا هم د ژوند مجال شته
چې نه ستا نیغه شمله ،نه زما خال شته
څنګه ستا هیله مې نشي زړه کې تانده
چې جنډې پورې تړلی لا رومال شته
د ملالو کمی نیشته په دې چم کې
خو زلمو کې نه ایوب او نه خوشال شته
بنګړي زړه له مطرب وړي سیتار له جونو
په دې شرنګ او ترنګ کې ښکاري څه کمال شته
بوله مه چې زر به لاس د ژوندون ورکړو
چې تر مینځ مو د غربت لا لوی دیوال شته
اظهار تم کړه زه په څار د( محمد) یم
نن صبا کې د راتلو ېې احتمال شته
د آریوب تصویر به یوسمه ترستورو
لا مې زړه کې د سندرو زرین خیال شته

۱۲، ۱، ۲۰۰۶
له محمد نه مراد محمد بن قاسم دی

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.